Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ښوونځیو ته د مرسته شوو درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د لسو ولسوالیو ښوونځیو ته د ۷۲ میلیون افغانیو په ارزښت د مرسته شوو درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.

د غزني د پوهنې ريیس مولوي نصیراحمد حسيني نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۷۲ میلیون افغانیو په ارزښت درسي توکي، لکه کتابچې، بکسې، خېمې، تختې، د لومړي او درېیم ټولګي کتابونه او نور اړین وسایل برابر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه توکي به په شفاف ډول د غزني مرکز او ټولو ولسوالیو ښوونځیو ته ووېشل شي.

د ده په وینا، دغه مرسته به د ښوونځیو د درسي اسانتیاوو په برابرولو کې مهم بدلون راولي او د زده‌کوونکو لپاره به د زده‌کړې فرصتونه ښه کړي.

حسیني له نورو مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو برخه کې همکاري وکړي، څو د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال او لازم امکانات برابر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.