Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د موټرو د غلا په تور یوه ډله نیول شوې

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې هغه یوه ډله غله نیول شوي چې له جلال‌اباد ښار او شاوخوا ولسوالیو به یې د خلکو موټر غلا کول.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، د غلو یاده ډله تېره ورځ د دغه ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوې ده چې یو سوزوکي موټر او د موټرو بېلابېل ډول پرزې ورڅخه ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې یادو کسانو به موټر له غلا وروسته پرزه کول او بیا یې د پرزې په ډول پلورل.

سرچینې لیکلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.