Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده

فېروزکوه (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې د ځمکې د مالکیت پر سر رامنځته شوې وه، له کلونو راهیسې له بې‌پایلې هڅو وروسته، د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.

د یوه قومي مشر د معلوماتو له مخې، سل کاله مخکې د دغه ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د «تایمني» او «سردار» قومونو ترمنځ د ځمکې د مالکیت پر سر دښمني پیل شوه چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او دغه‌راز، لسګونه کورنیو خپلو مېنې پرېښې او نورو ولایتونو ته کډه شوي وې.

د غور د قومونو او قبایلو چارو رییس محمدحسین فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې له سلو کلونو راهیسې یادو دوو قومونو د یوې ځمکې د مالکیت پر سر دښمني درلوده او پرله‌پسې هڅې وشوې څو یاد دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه وویل چې تېر کال د یادې دښمنۍ د حل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري غور ته سفر وکړ او دغه موضوع یوڅه حل شوې وه، خو د سختې ګرمۍ له امله د قضیې د څېړلو لړۍ ودرېده چې په همدې موده کې د تایمني قوم یو شمېر ناخوښو کسانو له دې فرصته په استفادې د امر بالمعروف وزارت ته شکایت وکړ.

«اوس تازه د دویم ځل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تمیز ریاست او د کندهار د استېناف محکمې پلاوو، په فیصله کې د اختلافي ټکو د څېړلو په موخه غور ته سفر کړی، دوی له جنجالي سیمو لیدنه وکړه او د لازمو مواردو له اصلاح وروسته یې مخکنۍ پرېکړه تایید او د پلي کېدو امر یې صادر کړ.»

په همدې حال کې، د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې له سلو کلونو راهیسې د یادو دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر دښمني وه.

هغه زیاته کړه: «د دې سل کلنې دښمنۍ د پای ته رسېدو پرېکړه غور کې د احکامو او فرامینو د تعقیب د رییس مولوي محمدنبي احمدي، د ځايي ادارې، استخباراتو او امنیې قوماندانۍ د مسوولینو، د علماوو شورا، د امر بالمعروف د امرینو، د نظامي محکمې استازو او د دواړو قومونو د مشرانو او مخورو په شتون کې وشوه چې د دواړو لورو په خوښه دوامداره سوله رامنځته شوه.»

هغه زیاته کړه: «د سردار او تایمني قومونو ترمنځ ۱۰۰ کلنه دښمني چې په دولت‌یار ولسوالۍ کې وه، له نیکه‌مرغه د غور د بېلابېلو ادارو په هڅو او د پرله‌پې ناستو په جوړېدو، بالاخره د اسلامي امارت د سترې محکمې په پرېکړه او د دواړو خواوو په رضایت د یادو دوو قومونو ترمنځ دایمي سوله وشوه او دواړو لورو د ځايي مسوولینو او مشرانو په شتون کې د سولې ژمنه وکړه.»

دغه‌راز هغه له تایمني او سردار قومونو وغوښتل چې کینه او کرکه پرېږدي او سولې او پخلاینې ته ژمن پاتې شي.

د غور د علماوو شورا رییس مولوي احمد متوکل د دغه ولایت د مقام له رهبرۍ، د سترې محکمې له پلاوي او ټاکل شوې کمېټې مننه وکړه چې د یادو قومونو ترمنځ سل کلنې دښمنۍ ته یې د پای ټکې کېښود.

هغه زیاته کړه: «د دولت‌یار ولسوالۍ د یادو دوو قومونو ترمنځ د دښمنۍ د حل کېدو هرکلی کوو او دا چې خلک د اسلامي نظام پرېکړو ته درناوی کوي، د خوښۍ ځای دی او نن ډېر خوښ یو چې د تایمني او سردار قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو سوله وکړه.»

په ورته مهال، د تایمني قوم یوه مشر عبدالرحمان مزمل وویل: «موږ د سترې محکمې له پرېکړې ملاتړ کوو او خوښ یو چې هغه دښمني مو پای ته ورسېده چې په تېرو سلو کلونو کې یې له دواړو خواوو قربانۍ واخیستې او درانه مالي زیانونه یې راواړول او موږ د دولت له پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوو.»

د هغه په خبره، یادې دښمنۍ دواړو لورو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.