کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): نن په کابل کې د تېر حکومت يو شمېر هغو کسانو ته چې په دې وروستيو کې هېواد ته راستانه شوي، د خونديتوب کارتونه ورکړل شول او چارواکو په دې اړه جوړه شوې ناسته کې په بهر کې له مېشتو نورو افغانانو هم وغوښتل چې په ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي.
په یادو شاوخوا دېرشو هغو کسانو کې چې د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول، د تېر حکومت پر مهال د اوبو او برېښنا وزیر محمدعارف نورزی، د پخواني ولسمشر حامد کرزي نظامي سکرتر جنرال محمدکريم کوهستاني او د ملي دفاع وزارت د ډایاک کمېټې مشر غلامفاروق پرواني شامل وو.
له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کمېسیون مشر او د افغاني سرې مياشتې ټولنې سرپرست شیخ شهابالدین دلاور په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې ټول افغانان سره وروڼه او د یو بل په غم کې شریک دي؛ اړینه ده چې په بهر کې مېشت افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
هغه زیاته کړه: «ځيني خلک وايي چې ولې موږ ته عفوه وشي؟ موږ څه کړي؟ سمه ده، تا هيڅ نه دي کړي؛ راځه خپل وطن ته راشه او په خپل وطن کې و اوسېږه، سمه ده تا ته عفوه نه ده، ته مې ورور یې؛ خو دا عفوه ستا لپاره یو ډاډ دی، یو عزت دی او ستا د ښه ژوند کولو لپاره دا فرمان صادر شوی؛ له دې سره دې څوک د کمي احساس نه کوي.»
ده وویل چې هر څوک کولای شي د یاد کمېسیون او یا هم له کمېسیون پرته خپل هېواد راستانه شي، امارت ژمن دی چې د دوی د خوندیتوب لپاره اړین تدابیر ونيسي.
هغه زیاته کړه: «استاد سیاف یو رهبر و، شیخالقران و الحدیث دی، ځیني وخت موږ فکر کوو چې وه وروره! نور خو ته مرې، یا په هندوستان او یا په ترکیه کې؛ راشه خپل ځای ته، دې نورو ته وایم، استاد محقق ته، استاد خليلي ته، عطا نور صاحب ته، ټولو ته؛ په قطر کې چې وو له موږ سره به کېناستل... یو استاد سیاف هلته نه و، قانوني صاحب، ټول به راتلل او له موږ سره به کېناستل چې والله سوله کوو، اوس خو سوله راغلې نو څه غواړې؟ بیا جنګ جوړوې؟ والله چې اوس دې خلک څرمن درنه وباسي، نو راشه، که اوس موږ جګړه غواړو موږ هم څوک نه پرېږدي.»
د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق د خوندیتوب د کارتونو په اړه وویل چې دا د اعتماد کارت دی او څوک چې دغه کارت ولري له کوم تهدید او ستونزې سره به نه مخ کېږي.
هغه وویل، چې د اسلامي امارت له خوا د عفوې اعلان د ډېرو ستونزو، وینو تويېدنې، کسات اخیستو، شخصي دښمنیو او خپلسرو کړنو مخه ونیوه.
د راستانه شوو شخصیتونو په استازیتوب، د تېر حکومت پر مهال د اوبو او برېښنا وزیر محمدعارف نورزي په نننۍ ناسته کې وویل: «وطن پر موږ حق لري او ټول به په دې یو کور کې وروڼه او د افغانستان د خلکو او ملت په خدمت کې و اوسېږو.»
په تېر کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نظامي سکرتر جنرال محمدکريم کوهستاني په نننۍ ناسته کې وویل: «په ۱۳۴۷ کال کې زما پلار او مور وفات شول، د بې پلارۍ او بې مورۍ درد مې حس کړی و، خو د بې وطنۍ درد مې نه و حس کړی؛ دا زما د زړه خبره ده، بې وطني ډېره سخته وه، بې وطني ډېر ذلت لري، تحقیر لري، نااميدي لري؛ نور څه نه لرم خو د دې کمېسيون له مسوولینو او غړو مننه کوم.»
د تېر حکومت د ملي دفاع وزارت د ډایاک کمېټې عمومي مشر غلامفاروق پرواني وویل: «موږ په پردي وطن کې سخت د درد احساس کاوه، له کومې ورځې چې له ایرانه را روان شوم، واقعاً ټولو سخت انساني چلند راسره وکړ، داسې فکر مې کاوه چې نوی له مور پيدا شوی یم، کله چې له ایرانه خپل هېواد ته راستون شوم، په ژړا شوم او د خپل هېواد خاوره مې ښکل کړه.»
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون چارواکي وایي، د ۱۴۰۰ کال په کب میاشت کې د دغه کمېسیون له رامنځته کېدو تر اوسه ۱۱۴۳ پخواني چارواکي چې له هېواده وتلي وو، بېرته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP