Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مسکو او کابل د اړیکو پراختیا؛ ځینو روسي سیاحتي شرکتونو افغانستان ته د سفر تبلیغات پیل کړي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د مسکو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو وروسته ځینو روسي سیاحتي شرکتونو د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د یوه اونیز سفر تبلیغات پیل کړي او تمه ده چې د سیلانیانو لومړۍ ډله د جولای میاشتې تر نیمايي افغانستان ته سفر وکړي.

د مسکوټایم د راپور له مخې، د روسیې سیاحتي شرکتونو تازه د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د یوې اونۍ سفر تبلیغات پیل کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه سفر د ۳ زره امریکايي ډالرو (۲۳۵ زره روبل) په لګښت د روسیې د انلاین پلټفارمونو له لارې وړاندې شوی او تمه ده چې د سیلانیانو لومړۍ ډله د جولای میاشتې تر نیمايي افغانستان ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه لومړی هېواد شو چې تېره اونۍ یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.

مسکوټایم لیکلي، له دغه رسمیت پېژندنې وروسته روسي چارواکو ویلي چې د انرژۍ، کرنې، ترانسپورت او زیربناوو برخو کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دي.

د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې رییس هم ویلي چې ښايي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان – روسیې ترمنځ مستقیم سوداګریز پروازونه هم پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.