Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د نړیوالې محکمې په نوم هیڅ نهاد نه پيژنو او نه ورته کوم التزام لرو

کابل (پژواک، ١٧ چنګاښ ١٤٠٤): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د ا.ا د رهبر او قاضی‌القضات د نیولو په تړاو څرګندونې د امارت "په کلک هوډ او شرعي موقف هيڅ اغیز نه‌شي کولای."

مجاهد ویلي چې یوځل بیا "د نړېوالې محکمې تر نوم لاندې یو نهاد" اعلان کړی چې د اسلامي امارت ځینې مشران باید ونیول شي او محاکمه کړای شي.

يادې محکمې یو ځل بیا د اسلامي امارت رهبر او د سترې محکمې قاضي القضات پر "بشري جنایت" تورن کړي او د هغوی د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

مجاهد وایي: "داسې اعلانونه او اوتې بوتې، د اسلامي امارت په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغیز نشي کولای.

موږ د نړیوالې محکمې په نوم او عنوان هیڅ نهاد نه پيژنو او نه ورته کوم التزام لرو."

هغه زیاتوي: "په داسې حال کې چې د فلسطین په غزه کې د اسرائیلي صهیونیست رژیم او د هغو د بهرنیو ملاتړو لخوا نسل وژنه روانه ده او د په اصطلاح نړیوالې محکمې تر سترګو لاندې هره ورځ سلګونه ښځې او ماشومان بې له کوم دلیل څخه وژل کیږي د بشرحقوقو، نړیوالې محکمې او انصاف شعارونه ورکول د شرم او خجالت خبره ده."

مجاهد زیاته کړې چې د اسلامي امارت رهبري او مشرانو په افغانستان کې د اسلامي شریعت پر بنسټ بېساری عدالت حاکم کړی دی.

دی وايي چې د اسلامي شریعت قوانینو ته د بشر خلاف او ظلم نسبت کول او تطبیق کوونکو ته یې د نیولو او محاکمې کولو اخطارونه ورکول، د اسلام له سپيڅلي دين او شرعي قوانینو سره ښکاره دښمني او کرکه په ډاګه کوي او د ټولو مسلمانانو معتقداتو ته سپکاوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.