Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌ليک ته د ا.ا غبرګون

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان په اړه د تصویب شوي پرېکړه‌ليک د ځینو برخو ستاینه کړې خو ویلي یې دي چې په دې تړاو د ا.ا نظر نه دی اخیستل شوی چې دا خپله د پرېکړه‌لیک د ځینو برخو د کره‌توب او عملي‌توب په اړه پوښتنې راولاړوي.

«د افغانستان وضعیت» تر سرلیک لاندې یاد پرېکړه‌لیک تېره ورځ د ۱۱۶ موافقو، دوو مخالفو (اسرائیل او متحده ایالات) او ۱۲ ممتنع رایو په اخیستو تصویب شو.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، اسلامي امارت په یاد پرېکړه‌ليک کې په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخو کې د اسلامي امارت د لاسته‌راړونو ستاینه، د افغانستان له خلکو سره د بشري او اساسي اړتیاوو برخه کې د مرستو او د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو او له افغانستان سره د هېوادونو له خپلمنځي سیالیو پرته د مثبت تعامل یادونه مثبت ارزوي.

اعلامیه کې راغلي، په پرېکړه‌ليک کې د ملګرو ملتونو د مخکنیو پرېکړه‌ليکونو، راپورونو او ارزونو تایید او د هغو پر اساس استدلال، په ځانګړي ډول د امنیت او بشري حقونو برخه کې د ځینو هېوادونو تر فشار او فرمایش لاندې د چلند او له ځمکنیو واقعیتونو د انکار پر منهج د ولاړ روایت تسلسل دی.

یاد وزارت لیکلي، سره له دې چې پرېکړه‌لیک د افغانستان د وضعیت په اړه دی او له اسلامي امارته په‌کې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه شوې، خو نه د تصویب او نه یې هم د تایید پر مهال د افغانستان د اسلامي امارت نظر اخیستل شوی چې دا په خپله د پرېکړه‌لیک د بېلابېلو برخو د کره‌توب او عملي‌توب په اړه پوښتنې راولاړوي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې به هم اسلامي امارت د یاد پرېکړه‌لیک سپارښتنې او غوښتې د اسلام مبارک دین د لارښوونو او ملي ګټو په چوکټ کې و ارزوي او د ممکنه همکارۍ موارد به په‌کې تشخیص کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.