Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا په فلاډلفیا کې د ډزو یوه پېښه کې درې کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د امریکا متحده ایالتونو په فلاډلفیا ښار کې د ډزو یوه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس نن په یوه راپور کې ویلي چې پرون د دوشنبې په ورځ د فلاډلفیا ښار په سوېل کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د فلاډلفیا ښار پولیسو ویلي، یاده پېښه د استوګنې په یوه بلاک کې رامنځته شوې چې په تور یې یو کس له وسلو سره نیول شوی دی.

په راپور کې راغلي، تر اوسه معلومه نه ده چې د ډزو لامل څه و.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۵مه هم د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو له یونیفورمه په استفادې یوه کس د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.