پلعلم (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) له لوري د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د کاشان اوبو سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر د اوبو او انرژۍ ريیس ملا محمداسماعیل اخندازده په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل، د کاشان اوبو سربند د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «غجرک» سیمه کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) له لوري د څه باندې ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.
هغه زیاته کړې چې د دغه سربند چارې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي او له پرانيستل کېدو سره به یې زرګونه جریب کرنیزه ځمکه او باغونه خړوب شي.
د نوموړي په خبره، په یاده پروژه کې د ۱۴ مترو په اوږدوالي سربند، دوه کانالونه او نورې اړینې برخې شاملې دي چې د کار په جریان کې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، اسلامي امارت ته د هېواد په کچه د اوبو مدیریت ارزښت لري او ورته پروژو ته به لومړیتوب ورکړي.
دینپرور زیاته کړه، د کاشان اوبو سربند له جوړېدو سره به په څرخ ولسوالۍ کې زرګونه جریب شاړه ځمکه اباده او د کرکېلې لپاره به بزګران مناسبو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
د څرخ ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدسلیم پژواک ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د لوګر ډېرې سیمې وچکالۍ ځپلې او د دغه سربند په جوړېدو به د کرنې برخه کې د اوبو نشتوالي ستونزه یو څه هواره شي.
هغه زیاته کړه، ولایتي ادارې ته په کار ده چې د اوبو مدیریت، په ځانګړې توګه د ځمکې لاندې اوبو کچې خوندي ساتلو په موخه بزګرانو او عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP