Language

د نږدې دوه زره راستنو شوو کډوالو لېست د کارموندنې په موخه امارتي ادارو ته وسپارل شو

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې په نوبتي غونډه کې د نږدې دوو زرو راستنو شوو کډوالو نوملړ د کارموندنې په موخه امارتي ادارو ته وسپارل شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه ناسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي، د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې ټینګا شوی چې د کار او تولنیزو چارو وزارت دې په ټول هېواد کې راستنو شوو کډوالو ته د مسلکي زده‌کړو پروګرامونو جوړ کړي څو وکولای شي ژر د کار لپاره جذب شي.

سرچینې لیکلي چې په ناسته کې د کارموندنې په موخه د نږدې ۲ زرو راستنو شوو کډوالو نوملړ او ځانګړتیاوې امارتي بنسټونو ته وسپارل شول.

د یادونې ده، په دې وروستیو ورځو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.