کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه او راتلونکي فرصتونه په اړه علمي بحث کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام به له نورو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل برخه کې ګڼ فرصتونه رامنځته کړي.
روسیې تېره اونۍ اسلامي امارت پر رسمیت وپېژاند او ویلي یې وو چې د افغانستان د حکومت پر رسميت پېژندنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې شي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه علمي غونډه کې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې او د بهرني سیاست برخه کې د دغه مهم پرمختګ د مخینې، عواملو او راتلونکو فرصتونو په اړه تفصیلي بحثونه وکړل.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست ريیس دکتور عبدالحي قانت په دې غونډه کې ویلي، که څه هم اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ګڼ شمېر هېوادونو سره مثبتې اړیکې او تعامل لري، خو دغه پرمختګ به نه یوازې له روسیې سره په دوه اړخیزو اړیکو، بلکې له نورو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل برخه کې هم ګڼ فرصتونه راوټوکوي.
هغه ویلي، روسیې د اسلامي امارت له راتګ وروسته بېلابېلې اندېښنې لرلې چې په تېرو څلورو کلونو کې یې اندېښنې ورو ورو رفع شوې.
د هغه په خبره، روسیه د سیمې د امنیت او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مثبتو سیاستونو، له نشهیي توکو سره د پرېکنده مبارزې، د رغند تعامل لپاره د اسلامي امارت د سیاسي ارادې او ځینو نورو مسايلو له کبله دې پایلې ته ورسېده چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
قانت زیاته کړه، د روسیې له لوري د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندنې سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر وړاندې شته خنډونه په بشپړه توګه له منځه ولاړل او له دې سره ګڼو فرصتونو ته لار هواره شوه.
هغه ویلي، دغه اقدام به نور هېوادونه هم دې ته وهڅوي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني؛ ځکه اوسمهال د سیمې له ګڼو هېوادونو سره خورا مثبتې اړیکې جوړې شوې دي چې له رسنیزو بیانونو هاخوا پر مهمو کاري مسايلو راڅرخي.
یاد وزارت لیکلي، د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ريیس او د بهرنیو چارو وزارت ګڼو نورو همکارانو هم د موضوع په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د روسیې دغه اقدام یې د اسلامي امارت د بهرني سیاست لپاره یو مهم پرمختګ یاد کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP