هرات (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له پراخېدو سره زرګونه کډوال د بېوزلۍ له کړاوه ستړي سرګردانه هېواد ته راستنېږي؛ هغه راستنېدنه چې ترخې، دردناکې او ډېرې ناویل شوې کیسې له ځان سره لري.
راستانه شوي د کډوالۍ د کړاو ترڅنګ د ایران په کمپونو کې د سختو تجربو کیسې کوي؛ هغه ځایونه چې زیاتې ګڼېګوڼې، نه زغملکېدونکو شرایطو او ناسمو چلندونو د هغوی شپې ورځې ترخې کړې وې.
د حسیبالله په نوم یو راستون شوی افغان کډوال چې په پاسپورټ او قانوني ویزه ایران ته تللی و، د پژواک خبریال ته یې په داسې حال کې چې سترګې له اوښکو راډکې شوې، وویل: «پاسپورټ او تذکره یې راته څیري کړل، زما د سترګو پر وړاندې یې یو شپاړس کلن ځوان شهید کړ، مخکې د راتلو لګښت دوه میلیونه و، اوس له هر کسه لس میلیونه غواړي.»

هغه چې څه باندې یوه اونۍ وخت یې د ایران په کمپونو کې تېر کړی، د لیدلو زړهبوږنوونکو صحنو په اړه داسې وايي: «د افغان کډوالو څو جنازې مې ولیدې؛ هغه کسان چې له کوم دلیل پرته وژل شوي وو یا په سره لمر کې ساتل کېدل.»
دغه راز حسیبالله په ژړغوني غږ زیاته کړه، په هغه کمپ کې چې دی و، ځوانان وهل او ټکول کېدل. هغه د ایران له حکومته غواړي څو د مجبورۍ له امله د کډوالو افغانانو پر وړاندې خپل ظلم ودروي.
د بلخ ولایت اصلي اوسېدونکي او له ایرانه د هرات د اسلامکلا بندر له لارې تازه راستون شوی ذبیحالله هم دا ډول ترخې خاطرې لري.
هغه وايي، هغه کمپونه چې په ایران کې د افغان کډوالو د ساتلو لپاره جوړ شوي، د نورو راستنېدونکو ځایولو ظرفیت نه لري. د هغه په خبره، هغه کمپ چې د زرو کسانو لپاره جوړ شوی، اوس یې څه باندې دوه زره کسان پهکې ځای پر ځای کړي دي، هغه هم په دې نه زغملکېدونکې ګرمۍ کې.
هغه چې په هېواد کې د بېکارۍ له امله په پاسپورټ او قانوني ویزه ایران ته تللی و وايي، د ایران د پولیسو له لوري د نیولو پر مهال وهل شوی او ان دومره فرصت نه دی ورکړل شوی چې خپلې جامې او شخصي اسناد له ځان سره واخلي.
ذبیحالله وايي: «دوه شپې ورځې مې د ایران په کمپ کې تېرې کړې، په دې موده کې موږ ته یوه ګوله ډوډۍ هم نه ده راکړل شوې او د سختې ګرمۍ او د ښځو او ماشومانو په ګډون د زیاتو کډوالو د شتون ترڅنګ، له افغانانو سره د پولیسو چلند، له حیواناتو سره د چلند په څېر و.»
د هغه په خبره، د ایران امنیتي ځواکونو دوی ګواښلي چې له رسنیو سره به مرکه نه کوي او که داسې څه وکړي نو په راتلونکي کې به یې ستونزې نورې هم ډېرې شي.
پر دې سبېره، هېواد ته راستنېدل د کډوالو د درد پای نه دی؛ رحیمشاه چې له خپل بوډا پلار او مور سره اسلامکلا ته راغلی وايي: «دوه ورځې کېږي چې نه یو توانېدلي هرات ښار ته ولېږدول شو، د خوړو ترلاسه کولو په قطار کې باید هر کس پهخپله حاضر وي، پلار او مور مې بوډاګان دي، نهشي کولای په صف کې ودریږي او خواړه ترلاسه کړي. یوازې خپله برخه د خوړو لوښی مې ترلاسه کړ، له نورو شکایت نه لرم، له خپلو ګیلهمن یم چې ولې مهاجرینو ته په رسېدنه کې دومره بېنظمي ده.»
خو د اسلامي امارت چارواکي له ایرانه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ښه راغلاست پروګرامونو جوړولو او هغوی ته په هېواد کې د هوسا او باعزته ژوند رامنځته کولو د ژمنې ترڅنګ وايي، دا مهال یې د دغه وضعیت د مدیریت لپاره پراخ تدابیر نیولي دي.
د هغوی په خبره، په اسلامکلا بندر کې د ثبت او بایومټریک مرکزونو جوړول، پر وخت د روغتیايي او په ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو تر ځانګړو ښارګوټو د لېږد د ترانسپوټي خدماتو وړاندې کول، هغه تدابیر او اسانتیاوې دي چې راستنېدونکو کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د کمېسیون او د اطلاعاتو عامه پوهاي کمېټې مسوول مولوي احمدالله متقي له پرواک سره خبرو کې وویل، دغه تدابیر هره ورځ د مرستندویه بنسټونو او کډوالو ته د رسېدو کمېسیون په همکارۍ ترسره کېږي.
د هغه په وینا، هر راستانه شوي کډوال ته د خوراکي او روغتیايي خدماتو ترڅنګ، تر خپل مقصده د رسېدو لپاره دوه زره نغدې افغانۍ هم په پام کې نیول شوې دي.
بلخوا، هرات کې د کډوالو وضعیت ته د رسېدو کمېسیون د ترانسپوټ کمېټې رییس مولوي اصف اصف ډاډ ورکوي چې د ترانسپورټي ستونزو کمولو لپاره شپه او ورځ هڅې روانې دي څو راستانه شوي ژر او له کومې اندېښنې پرته تر خپلو ولایتونو ولېږدول شي.
دغه کیسې د هغه ترخه کړاو یوه وړه بېلګه ده چې د افغان کډوالو د ایستلو له تازه څپې سره یې د زرګونو افغانانو پر ټپي اوږو سخت فشار راوړی. هغه کیسې چې ښیي د ایران له کمپونو نیولې د افغانستان د سرحدونو په اوږو قطارونو کې تر درېدو پورې، افغان کډوال لاهم د ستر کړاو په دام کې ایسار او له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP