ابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه په کابل کې د پنځو لوبډلو په ګډون د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ پیلېږي.
په هغې غونډه کې چې په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ کې جوړه شوې وه، د کورني کرکټ مشر نظیمجار عبدالرحیمزي وویل، د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه په کابل کې لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ شلاوریزې سیالۍ پیلېږي او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دې سیالیو کې به پنځه لوبډلې برخه ولري چې لوبې به یې په ښه کیفیت خپرې شي.
نوموړی وایي، په دغو سیالیو کې به مرکزي قرارداد لرونکو لوبغاړو ته ۳۵ زره افغانۍ او نورو کورني لوبغاړو ته به تر ۲۰ زره افغانۍ پورې «میج فیس» ورکول کېږي.
همدرانګه په دې غونډه کې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي میر مبارز وویل چې په دغو سیالیو به کې د مرکزي قرارداد لرونکي او د کورني کرکټ لوبغاړي ولوبېږي.
هغه زیاته کړه، په دې سیالیو کې به د سپینغر، بست، امو، بندامیر او مس عینک زونونو لوبډلې برخه ولري او دا ټولې لوبډلې متوازنې جوړې شوې دي.
نوموړی وایي چې ټول هغه افغان لوبغاړي به چې په بهرنیو لیګونو کې لوبېږي، کابل ته راشي او په شپږیزه کرکټ لیګ کې به ولوبېږي.
دی وایي چې راشدخان د سپینغر لوبډلې لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ د بست لوبډلې لوبډلمشر، حشمتالله شهیدي د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر، رحمنالله ګربز د مس عینک لوبډلې لوبډلمشر او عظمت الله عمرزی د امو لوبډلې لوبډلمشر دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP