Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۵۰ میلیون افغانیو په پانګونه د ګچو یوه کان د کیندنې چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني د کانونو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۵۰ میلیون افغانیو په پانګونه د ګچو یوه کان د کیندنې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د غزني د کانونو ريیس مولوي حضرت یوسف صهیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کان یوه مهمه اقتصادي پروژه ده چې کولای شي د دولت او ملت ترمنځ د باور فضا پیاوړې، اقتصادي وده زیاته، عواید لوړ او بې‌کاري کمه کړي.

هغه زیاته کړه چې قراردادي شرکت به پر یاد کان – چې د ناور ولسوالۍ په ګاوده مرده سیمه کې موقعیت لري – ۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي.

هغه له نورو افغان پانګه‌والو هم غوښتنه وکړه چې د غزني ولایت په کانونو کې پانګونه وکړي، څو افغانستان وکولای شي په سیمه کې له اقتصادي پلوه یو پیاوړی هېواد شي.

نوموړي زیاته کړه، د ناقانونه او خپل‌سرو کیندنو مخه نیول شوې او د سیمې له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د کانونو د قانوني استخراج لپاره له دولت سره همکاري وکړي.

د ده په خبره، په دغه کان کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د ناور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سلطان علي پژواک ته وویل، په دغه کان کې به چې یوه خصوصي کمپنۍ ته په قرارداد ورکړل شوی، ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د دولت عواید زیات شي.

هغه زیاته کړه: «که کانونه په سمه او قانوني توګه استخراج شي، افغانستان به د سیمې له اقتصادي پلوه یو پیاوړی هېواد شي او ډېر خلک به د کار خاوندان شي.»

د یادونې ده، د غزني په ناور، مالستان، جاغوري، مقر او قره‌باغ ولسوالیو کې یو شمېر نور کانونه هم پر قرارداد ورکړل شوي چې په‌کې د ټراورټین، ګرانیټ، مرمر، ګچ، چونه او نورو ډبرو کانونه شامل دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.