کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راتګ بهیر بشپړ شو او سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لپاره شاوخوا ۳۰ زره افغانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب نن کابل کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل: «د خدای (ج) په فضل موږ وتوانېدو چې سږ کال پوره ۳۰ زره حج کوونکي دحج د مناسکو د اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته ولېږو او له مراسمو وروسته یې په خیر او عافیت سره بېرته هېواد ته راستانه کړو.»
هغه زیاته کړه، په وروستي پرواز کې ۱۸۹ حاجیان شامل وو چې نن د اریانا افغان هوايي شرکت په مرسته هېواد ته راستانه شول.
هغه دغهراز وویل، په سعودي عربستان کې د بېلابېلو ناروغیو او ترافیکي پېښو له امله ۱۸ افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ثاقب د معلوماتو له مخې، د یادو ۱۸ حاجیانو له ډلې دوه یې په مدینه منوره او پاتې نور یې په مکه مکرمه کې مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP