Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د شاعرانو او ليکوالو د ملاتړ په موخه مشاعره جوړه شوه

پل علم(پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په لومړي ځل د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په «منګل دره» کې د شاعرانو او ليکوالو په ملاتړ د ولایت په کچه مشاعره جوړه شوه.

په جوړې شوې مشاعره کې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم او د دغه ولایت د یو شمیر ادارو رئیسانو، شاعرانو، ليکوالو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس رفیع‌الله صمیم وویل، د پخوا په پرتله لوګر ولایت کې فرهنګي هڅې ګړندۍ شوې دي، شاعران او ليکوالان کولای شي  چې اطلاعاتو او کلتور له ریاست سره په همغږۍ په ټول لوګر کې فرهنګي فعالیتونه ترسره کړي.

نوموړي دغه‌راز د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د مشاعرو په اړه د خپور شوي فرمان په اړه وویل، شاعرانو، لېکوالانو او فرهنګیانو ته په کار ده چې خپلې فرهنګي هڅې د ولسونو او ځوانانو د یووالي، پرمختګ او ورولي لپاره ځانګړې کړي.

جوړې شوې مشاعره کې ګڼ شمیر شاعرانو، ليکوالو او فرهنګیانو د خپلو لېکونو او شعرونو له لارې د لوګر ولایت فرهنګې څېرې، لرغونې سیمې، فرهنګي لاسته راوړنې او وړاندیزونه شریک کړل.

شاعرانو غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د لوګر ولایت مرکز پل علم سربېره په ټولو ولسوالیو کې شاعرانو، لېکوالانو او فرهنګیانو ته د فعالیتونو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ورته فرهنګي مشاعره جوړه شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.