کندهار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): امنیتي مسوولین وايي چې په کندهار کې یو او زابل کې دوه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو غل ژوندی نیول شوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل: «یو وسلهوال کس نن پنجشنبه سهار هغه وخت له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو چې غوښتل يې له یوه تجار څخه په زور پیسې واخلي.»
هغه زیاته کړه، دغه کس د کندهار ښار د درېیمي ناحیې اړوند په بایپاس سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د جمشيد په وینا، یاد وسلهوال کس له صرافۍ مارکېټ څخه د یوه سوداګر په تعقیب پسې و او غوښتل يې پیسې ترې واخلي خو سوداګر امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی و.
نوموړي دغهراز وویل چې له یاد وژل شوي کس څخه دوه میله توپنګچې او یو موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.
دغهراز زابل کې هم دوه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره شپه ناوخته درېیو تنو چې د هلمند ولایت اوسېدونکي وو غوښتل یې زابل کې دربست نېول شوی یو عراده کوچنی الټو ډوله موټر غلا کړي؛ د موټر چلوونکی یې په چاقو وهلی او موټر یې تښتولی، خو کله چې امنیتي ځواکونو غوښتل غله ونیسي هغوی پرې ډزې کړې.»
ده زیاته کړه، دغو کسانو غوښتل چې پر چکپاينټ ولاړ امنیتي کسان په موټر ووهي چې د امنیتي ځواکونو د «دفاعی ډزو» په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او یو یې ژوندی ونیول شو.
جوهر وویل، موټرچلوونکی چې د غلو له خوا ټپی شوی وو، د درملنې په موخه روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP