Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو فعالیت د څار لپاره باصلاحیته کمېټه ګومارلې

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د بهرنیو او کورنیو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د فعالیت د تنظیم په موخه یوه کمېټه ټاکلې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمېته د عامې روغتیا وزارت د طبی شورا لوی رئیس، ډاکتر فقیرمحمد زیار په مشرۍ ټاکل شوې ده.

سرچينې لیکلي،  یاده کمیټه مسوولیت لري چې د بهرنیو کارکوونکو تحصیلي اسناد او د اقامت سندونه وڅېړي او د سرغړونو په صورت کې قانوني اقدامات ترسره کړي.

دغه وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي، د نظارت پر مهال د کابل ښار په څو روغتیايي مرکزونو کې د هغو بهرنیو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو فعالیت چې رسمي جواز یې نه درلود، ودرول شو څو له اړوندو ادارو جوازونه ترلاسه کړي.

عامې روغتیا وزارت لیکلي، دغه نظارتي بهیر به ډېر ژر نورو ولایتونو کې هم عملي شي او یاده کمیټه به د کورنیو ډاکترانو فعالیتونه هم وارزوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.