Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دا اونۍ کابل ښار کې د نفتي او ځینو خوراکي توکو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو، بورې، غوړیو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې، خو د سرو زرو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شبنې په نسبت نن په کابل ښار کې د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۴ نه ۶۰ افغانیو او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۶۷ نه ۶۲ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو ټېټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغه بیې ټیټې شوې دي.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې د تېرې شبنې په پرتله نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۰ نه ۴۷ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي بیه له ۱۴۵۰ نه ۱۴۰۰ افغانیو، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۵۰ نه ۲۵۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۷۰۰ نه ۱۶۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د یادو خوراکي توکو د وارداتو زیاتېدو او په روسیه او مالیزیا کې د غوړو د بیو ټیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغه په بیه کې کموالی راغلی دی.

خو نوموړی وايي چې نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایی تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایی تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۶۰۰۰ افغانیو او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۴۷۰۰ افغانیو پلوري. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه له بیو سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۹ اعشاریه ۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه د یوه ډالر د پېر بیه ۶۹ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.