Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټولګټو وزارت یوه پلاوي په چین کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحادیې کنګره کې ګډون وکړ

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین چین ته د سفر پر مهال د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحادیې په دوولسمه کنګره (یوای‌سي) کې ګډون وکړ.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحادیې دوولسمه کنګره (UIC) سږ کال د چین په کوربه‌توب او د دغه هېواد د لومړي مرستیال په مشرۍ جوړه شوې ده.

هغه لیکلي، په یاده ستره ناسته کې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د غوره شرکتونو مسوولینو، لوړپوړو چارواکو، د اوسپنې پټلۍ متخصصینو او محققینو ګډون کړی دی.

د هغه په خبره، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین او ورسره مل پلاوي یې هم چین ته د سفر پر مهال په یاده کنګره کې ګډون کړی دی.

حق‌شناس لیکلي، په یاده ناسته کې په نړۍواله کچه د وروستیو پرمختګونو، پراختیاوو، د ظرفیتونو ډېروالي او د اوسپنې پټلۍ برخه کې له مډرنې ټکنالوجۍ د ګټې اخیستنې په اړه بحث وشو.

هغه دغه‌راز لیکلي، د کنګرې په جریان کې نړۍوالو معتبرو بنسټونو او شرکتونو د اوسپنې پټلۍ برخه کې خپلې تجربې، څېړنې، نوښتونه او پرمختللې ټکنالوجۍ نندارې ته وړاندې او له ګډونوالو سره شریکې کړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.