Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي په سیمه‌ییزو او نړۍوالو فورمونو کې د قطر د ملاتړي رول ستاینه کړې ده

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قطر له شارژدافیر سره د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو او ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي سره وکتل.

یاد وزارت لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي، په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر له دولت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مهمې وبللې او په ګڼو سیمه‌ییزو او نړۍوالو فورمونو کې یې د قطر د ملاتړي رول ستاینه وکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډاکټر مردف القاشوطي هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر وده وبللې او په څو اړخیزو فورمونو کې یې د افغانستان د بهرنیو اړیکو د لا پراختیا برخه کې د خپل هېواد د مثبت رول لوبولو په اړه چمتووالی وښود.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.