کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): تېره اونۍ یواېناېچسيار له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر را ایستلو سخته نیوکه او په کابل کې د جاپان سفیر د نجونو ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه؛ یوناما بیا وویل چې د خصوصي سکټور ملاتړ، د ښځو رول او نشهيي توکي د افغانستان په اړه په دوحه کې د کاري ډلو د خبرو مهم ټکي وو.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- رییسالوزرا: له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو پر مهال دې د هغوی د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه وشي
- یواېناېچسيار د افغان کډوالو پر را ایستلو اندېښنه څرګنده کړه.
- د «جرمونو نړۍوالې محکمې» د ا.ا د رهبر او قاضيالقضات د نیولو غوښتنه وکړه.
- مجاهد: د نړۍوالې محکمې په نوم هيڅ نهاد نه پېژنو او نه ورته کوم التزام لرو
- د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له افغانستانه د دوامدار ملاتړ لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ.
- بهرنیو چارو وزارت: د یاد پرېکړهليک د ځینو برخو ستاینه کوو، خو په دې تړاو د ا.ا نظر نه دی اخیستل شوی
- پّ کابل کې د جاپان سفیر د نجونو ښوونځيو د پرانیستې غوښتنه وکړه.
- یوناما: د خصوصي سکټور ملاتړ، د ښځو رول او نشهيي توکي د دوحې ناستو د بحث مهم ټکي وو.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله درې کسان وژل شوي وو.
ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ، په کندهار کې یو او په زابل کې دوه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او یو غل ژوندی نیول شوی دی.

د یادونې ده، وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي وو او یو بل ټپي و.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
افغان کډوال
د راپورونو له مخې، له څه مودې راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده؛ ځینې راپورونه ښیي چې د ورځې تر ۳۰ زره افغانان له ایرانه خپل هېواد ته راستنېږي، دغه راز له پاکستانه هم افغان کډوال راایستل کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یواېناېچسيار) تېره اونۍ وویل، اټکل کېږي چې شاوخوا درې میلیونه افغانان سږ کال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د افغانستان لپاره د مګرو ملتونو د کډوالو چارو استازي عرفات جمال تېره اونۍ په کابل کې وویل: «موږ د افغانانو د یوې غیرمنظمې، بېحرمتې او پراخې کډوالۍ بهیر ګورو چې دواړو هېوادونو (ایران او پاکستان) پیل کړی؛ دغه وضعیت پر افغانستان ستر فشار اچوي، په داسې حال کې چې افغانستان د خپلو وګړو د بېرته ورستنېدو هرکلی کوي خو هيڅ ډول چمتووالی نه لري.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي چې کډوالو ته د خدماتو زیاتولو او د لنډمهالې سرپناه جوړولو لپاره یونیم میلیارد افغانۍ اضافي بودجه ځانګړې شوې ده. د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي هم تېره اونۍ ویلي چې د کډوالو برخه کې یو میلیارد افغانۍ مرسته کوي.
د اسلامي امارت چارواکو له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو په ایستلو کې د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي.
رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند ویلي: «زه پر ايراني مسوولينو غږ کوم چې د افغان مهاجرينو د اخراج پر مهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي څو مهاجرين خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي او غیرمنقول اموال او حسابونه یې په مناسبه توګه راغونډ کړي.»
دغه راز، تېره اونۍ د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي: «هغه کسان چې له هغه لوري [ایران] راځي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ هر یو یې یوه جلا کیسه لري، په لاره او کمپونو کې ورسره ښه چلند نه کېږي او هلته یې حقونه هم تر پښو لاندې شوي دي.»
هغه ویلي چې د جون په مياشت کې تر ۵۰۰ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي او هره ورځ د اسلام کلا او ورېښم پله له لارې تر ۴۰ زره کسان هېواد ته راستنېږي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې غوښتنه او په اړه یې د ا.ا غبرګون
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د جرمونو نړۍوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر او قاضيالقضات پر «بشري جنایت» تورن کړل او د هغوی د نیولو غوښتنه یې وکړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یادې محکمې څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې ویل: «داسې اعلانونه او اوتې بوتې، د اسلامي امارت په کلک هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغېز نه شي کولای؛ موږ د نړۍوالې محکمې په نوم او عنوان هيڅ نهاد نه پېژنو او نه ورته کوم التزام لرو.»
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسامبلې د افغانستان په تړاو د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو له افغانستانه د دوامدار ملاتړ لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ. په دغه پرېکړه لیک کې له کابله غوښتل شوي څو بشري حقونو ته درناوی وکړي، نړۍوال قوانین مراعات کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده اقدامات ترسره کړي.
په دې اسامبله کې ځینو هېوادونو د یاد پرېکړهلیک متن یو اړخیز وباله او له اسلامي امارت سره یې د عملي تعامل غوښتنه وکړه.
د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي، د دغه پرېکړهلیک متن په ۱۱۷ موافقو رایو، دوو مخالفو (امریکا او اسرائیل) او ۱۲ ممتنع رایو تصویب شو او دغه اقدام د افغانستان وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې د پاملرنې دوام ښيي.
اسلامي امارت د دغه پرېکړهليک د ځینو برخو ستاینه وکړه خو ویلي یې دي چې په دې تړاو د ا.ا نظر نه دی اخیستل شوی چې دا خپله د پرېکړهلیک د ځینو برخو د کرهتوب او عمليتوب په اړه پوښتنې راولاړوي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، اسلامي امارت په یاد پرېکړهليک کې په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت، له نشهیي توکو سره د مبارزې برخو کې د اسلامي امارت د لاستهراړونو ستاینه، د افغانستان له خلکو سره د بشري او اساسي اړتیاوو برخه کې د مرستو او د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو او له افغانستان سره د هېوادونو له خپلمنځي سیالیو پرته د مثبت تعامل یادونه مثبت ارزوي.
د نجونو تعلیم
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د روغتیا برخه کې د جاپان د ملاتړ په مناسبت نیول شوو مراسمو کې وویل: «زه په درنښت له اوسنيو چارواکو غوښتنه کوم چې نجونو ته بېرته د زدهکړو اجازه ورکړي، په ځانګړې توګه د طب، نرسنګ او عامې روغتیا په څېر برخو کې؛ دا یوازې یوه فردي موضوع نه ده، بلکې د ملي روغتیا او هوساینې لپاره حیاتي اهمیت لري. د نجونو له زدهکړو ملاتړ، ټولنه پیاوړې کوي.»
د دوحې د کاري ډلو ناستې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي، د دوحې کاري ډلو د ناستو بحثونه چې د ۲۶ هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو، اسلامي امارت چارواکو او نړۍوالو بنسټونو په ګډون ترسره شول، د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د ښځو پر رول، له نشهيي توکو سره پر مبارزې او د افغانستان پر نړۍوالو ژمنو متمرکز وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP