Language

ننګرهار کې د هیرویینو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې مربوطاتو کې دوه کسان له څلور کیلوګرامه هیرویینو سره نیول شوي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد توکي یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې‎ دغه نشه‌یي توکي په یوه موټر کې ښار ته د خرڅلاو په موخه لېږدول چې د پولیسو له خوا کشف او ونیول شول.

سرچینې لیکلي چې د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان هم نیول شوي چې اوس تر څېړنو لاندې دي.

Related Topics