Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسراییل د تېرې ورځې بریدونو کې ۱۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسراییلو د تېرې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې په غزه کې د ډاکترانو په حواله راپور ورکړی چې اسراییلو پرون د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له امله یادو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، ۳۴ قربانيان هغه کسان دي چې د بشري مرستو تر لاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

الجزیرې لیکلي چې یاد بریدونه پرون (شنبه) په داسې حال کې شوي چې قطر کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند خبرو اترو کې پرمختګ درېدلی او اسراییل د غزې له تړانګې د فلسطینیانو جبري ایستلو ته زور ورکړی دی.

د راپورونو پر بنسټ، غزه کې د اسراییلو د بریدو له پیل راهیسې نږدې ۵۷ زره او ۹۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۳۸ زره کسان ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.