کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نورو اړوندو ادارو سره د سیلانيانو د امنيت ټینګښت او هغوی د اسانتیاوو برابرولو په موخه د همغږۍ غونډه کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د معين مولوي قدرتالله جمال په مشرۍ د سیلانيانو د امنيت تامينولو او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه له بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو او امنيتي ادارو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
خبرپاڼه کې راغلي، یاده غونډه کې بهرنيو ګرځندویانو ته د ډاډمن امنيت د تامین، د ويزو برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټيټيوټ د فعاليتونو پياوړتیا ترڅنګ بهرنيو سیلانيانو ته د هېواد د تفريحي سيمو ورپېژندلو په اړه هم خبرې وشوې.
جمال ویلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي څو د سيلانيانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي او ورته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه ویلي، د وزارتونو ترمنځ د ګډې همغږۍ له لارې بايد دغه اسانتياوې برابرې شي.
یاد وزارت لیکلي، بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو استازو هم خپلې طرحې او وړانديزونه شريک کړل او پرېکړه وشوه چې د سيلانيانو چارو ته د ښې رسېدنې لپاره به دا ډول دوامداره غونډې جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP