شبرغان (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): جوزجان کې د نسايي ولادي برخې یو متخصصه ثریا قیومي په دغه ولایت کې له ایرانه تازه راستنو شوو مېرمنو ته په وړیا ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
دغه اقدام د یادې ډاکټرې له لوري په داسې حال کې اخیستل کېږي چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې راایستل کېږي او هېواد ته راځي. د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول په داسې وضعیت کې د هغوی له اساسي اړتیاوو شمېرل کېږي.
جوزجان کې یوه ډاکټره ثریا قیومي چې د نسايي ولادي برخه کې ۲۵ کلنه کاري تجربه لري وايي، هره ورځ له دوو بجو بیا د مازدیګر تر شپږو تازه راستنې شوې بېوزلې ښځې او نجونې په وړیا ډول معاینه کوي او د اړتیا په صورت کې لازم عملیاتونه هم وړیا ترسره کوي.
نوموړې دغهراز زیاته کړه چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ ناروغانو ته د اړتیا وړ درمل هم ورکوي څو ښه درملنه یې وشي.
هغې چې راستنه شوې یوه مېرمن یې معاینه کوله وویل: «زه دې دندې ته یوازې د یوه روغتیايي کار په سترګه نه ګورم، بلکې انساني تعهد یې بولم، موخه مې دا ده چې د مسلک له لارې مې د هغو کسانو بار سپک کړم چې په سختو اقتصادي شرایطو کې دي.»
ډاکټر قیومي چې ویل یې، دا لومړنۍ اقدام نه دی چې د دې له لوري ترسره کېږي، زیاته کړه، تېر کال یې هم ۱۵۰ ناروغانو ته وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي وو.
ځینو راستنو شوو مېرمنو د قیومي د یاد اقدامه ستاینه وکړه.
له ایرانه راستنه شوې یوه مېرمن اناهیتا وايي: «شپږ کاله مې په ایران کې ژوند وکړ، له راستنېدو وروسته له ډېرو روغتیايي ستونزو سره مخ شوم؛ د وینې له کموالي او ښځینه دردونو ځورېدم، خو اوس خوشاله یم چې ډاکټر صاحبې په وړیا ډول معاینه کړم او درمل یې راکړل، ډېره ترې منندویه یم.»
هغه وايي، په ایران کې هم ناروغه وه، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې د درملنې وس نه درلود.
ورته مهال، یوې بلې راستنې شوې مېرمنې کریمې وویل، کلونه کېږي چې له نسايي ستونزو سره مخ ده، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې نه شو کولای ډاکټر ته مراجعه وکړي.
نوموړې د ثریا یاد اقدام ارزښتمن او انساندوستانه وباله او وايي چې باید نور ډاکټران هم دې ته ورته اقدام ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP