جلالاباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې د «لډو» لوبې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی او د پېښې عامل نیول شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د کامې ولسوالۍ اړوند په کلااخند سیمې کې د دوو کلیوالو تر منځ د لډو لوبې پر سر لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې چې وروسته بیا په فزیکي نښته بدله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي: «په پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان له خپل یوه کلیوال سره د لډو لوبې پر مهال په شخړه کې ښکېل شوی و چې متقابل لوري په سر باندې په لرګي وهلی او له سختو ټپونو وروسته یې ساه ورکړې ده.»
امنیه قوماندانۍ لیکلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د کامې ولسوالۍ امنیتي مسوولین سیمې ته رسېدلي، عامل یې نیولی او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP