غزني ښار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني والي د سیمهییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه کې له خبریالانو پر هر اړخیز ملاتړ او اطلاعاتو ته پر لاسرسی ټینګار کړی دی.
د غزني والي ملا عبدالصمد جاوېد د دغه ولایت له خبریالانو او د محلي رسنیو له استازو سره کتنه کې ویلي چې د غزني ولایت له ټولو رسنیو هر اړخیز ملاتړ کوي.
نوموړي وویل، دا مهال په غزني کې د رسنیو پر وړاندې کومه جدي ستونزه نشته او که کومه رسنۍ یا خبریالان له ستونزو سره مخ وي، هڅه کېږي څو ژر تر ژره د حل لار ورته پیدا شي.
هغه زیاته کړې چې معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې خپلو هڅو ته دوم ورکوي.
هغه وویل: «موږ د رسنیو ملاتړ ته ژمن یو، هم د معلوماتو په وکولو کې او هم په نورو برخو کې؛ خو له رسنیو او خبریالانو هم غواړو چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي.»
په ورته وخت کې، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وویل چې دوی له رسنیو او خبریالانو سره ښې اړیکې لري او هره میاشت د خبریالانو د ستونزو او لاستهراوړنو په موخه د همغږۍ غونډې جوړوي.
هغه زیاته کړه: «په تېر یو نیم کال کې مو ډېرو ریاستونو ته مطبوعاتي کسان معرفي کړي، څو خبریالان وکولای شي اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی ولري.»
بلخوا، په سوېلختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول ګلاب امیري وویل: «اطلاعاتو ته لاسرسی او راپور جوړونه یو بشري حق دی، او د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې یو پېژندل شوی ارزښت دی چې چارواکي باید ورته پاملرنه وکړي.»
په غزني کې خبریال محمدعارف لېوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې لا هم معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته او دوی نه شي کولای د امنیتي او څېړنیزو پېښو مالومات پر وخت ترلاسه کړي.
هغه وايي، د اسلامي امارت حکومت ته پکار ده چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د رسنیو او خبریالانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، څو دوی وکولای شي خلکو ته کره او پر وخت او اطلاعرسونه وکړي.
د غونډې په پای کې خبریالانو د دغه ډول ناستو د ډېرېدو غوښتنه وکړه، څو ستونزې یې د خبرو له لارې حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP