Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې وزارت: هېواد ته راستانه شوي زده‌کوونکي به ښوونیزو بنسټونو ته جذب شي

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو د راستنو شوو کډوالو اولادونه به د هېواد ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.

د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه‌ کې لیکلي، هېواد ته راستانه شوي او راستنېدونکي کډوال په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومونو، مدرسو او نورو خصوصي او دولتي ښوونیز بنسټونو کې جذبېږي څو وکولای شي پرته له کوم خنډ او ځنډه خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چمتو دی چې د راستنیو شوو کډوالو د اولادونو د تعلیم مسوولیت په پوره ژمنتیا پر غاړه واخلي.

د پوهنې وزارت له ټولو کورنیو، دیني عالمانو او مرستندویه موسسو غوښتي چې په دغه کار کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د روان میلادي کال په جون میاشت کې هېواد ته له ایرانه د نیم میلیون افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې اوسمهال هره ورځ د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې تر ۳۰ زره او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې تر ۱۰ زره افغان کډوال په جبري توګه له ایرانه افغانستان ته راستنېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.