Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنیو چارو وزارت له م.م د بدیل کښت او روږدو درملنې برخو کې د ملاتړ ډېرېدو غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر عملیاتي برخې له رییس سره په لیدنه کې د بدیل کښت او روږدو درملنې برخو کې د دغه بنسټ د ملاتړ ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت نن (یک‌شنبه) په یوه خبرپاڼه‌ کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق اخند همکار د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر عملیاتي برخې رییس او په افغانستان کې د دغه دفتر له رییس پولیک اوک سیري سره لیدلي دي.

همکار له یاد بنسټه غوښتي څو د بدیل کښت، د روږدو درملنې او ټولولو برخو کې خپل ملاتړ ډېر کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر پلاوي د دغه معینیت د هڅو ستاینه او ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه‌راز له کروندګرو سره د مرستې او له روږدو د ملاتړ برخه کې د همکاریو ژمنه هم کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.