پلعلم (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): په لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ماشومانو کې د نسناستې ناروغي په بېساري ډول ډېره شوې ده.
د لوګر د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتونونو ته پر نسناستې اخته له ۶۵۰۰ ډېر ماشومان ور وړل شوي دي.
صدیقي زیاته کړه، له یاد شمېر ماشومانو یوازې ۴۳۵ ماشومان د لوګر ولایتي (نایب امینالله لوګري) روغتون ته ور وړل شوي دي.
د والي ویاند وایي، روغتیايي مسرولین د یادې ناروغۍ پراخېدو لاملونه د هوا تودوخه، وروستي سېلابونه او په سم ډول د ماشومانو نه تغذیه بولي.
هغه وویل، په ټولو دولتي روغتونونو کې د نسناستې ناروغۍ درملنې لپاره اسانتیاوې موجودې دي او هڅه کېږي چې د دې ناروغۍ مخنیوي په موخه د هېوادوالو د پوهاوي کچه هم لوړه شي.
بلخوا، د لوګر ولایتي روغتون کې یوه ناروغلرونکي شېرباز چې د کورنۍ درې ماشومان یې د نسناستې پر ناروغۍ اخته دي پژواک ته وویل، د هوا د ډېرې تودوخې له امله سلګونه ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي او ځینو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو درملنې لپاره اسانتیاوې دوه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP