فېروزکوه (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴): بادغیس کې ۱۵۰ ځوانانو د تخنیکي او حرفوي زدهکړو له شپږمیاشتنۍ دورې فارغ شول؛ یو شمېر فارغ شوي د بېکارۍ له امله د ځوانانو د کډوال کېدو مخنیوي لپاره د دغه ډول پروګرامونو ډېرېدو غوښتنه کوي.
د بادغیس د والي ویاند رحیمالدین رحیمي د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «۱۵۰ بادغیسي ځوانان چې د تیکا موسسې په ملاتړ یې د تخنیکي او حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنۍ دوره پیل کړې وه، په دې وروستیو کې یې په بریا سره پای ته ورسوله او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.»
هغه وویل، د کار او ټولنیزو چارو ریاست د زدهکړو له مرکزه دغو فارغ شوو کسانو د خیاطۍ، د موټرسایکل او موبایل د ترمیم برخو کې زدهکړې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه پروګرام د کورنیو د اقتصادي پياوړتیا او ځوانانو ته د کارموندنې په موخه ترسره شو.
بلخوا، فارغ شوی عبدالرووف وايي چې په دغه مرکز کې یې د موټرسایکل د ترمیم برخه کې زدهکړې کړې دي.
د عبدالرووف په سترګو کې د باور څرک لیدل کېږي؛ هغه باور چې تصادفي نه، بلکې د زیار او فرصت جوړونې له لارې رامنځته شوی. اوس هغه نه یوازې اوس یو مستري دی، بلکې د هغو ځوانانو لپاره یوه الګو ده چې غواړي خپل برخلیک په خپلو لاسونو بدل کړي.
هغه زیاته کړه: «که دغه ملاتړ او مرستې د بنسټونو له لوري دوام ومومي، زما په څېر ډېری ځوانان به د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره کډوالۍ ته نه مجبورېږي، موږ کولای شو همدلته په خپل هېواد کې ژوند جوړ کړو.»
د یادې ښوونیزې دورې د خیاطۍ له برخې فارغ شوی ځوان محمدعارف وايي: «دغه ښوونیزه دوره د دې لامل شوه څو د خیاطۍ مهارت په حرفوي ډول زده کړم، اوس کولای شم د کار او د خپلې کورنۍ د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ترڅنګ خیاطي د خپل کلي نورو ځوانانو ته هم ور زده کړم.»
محمدعارف په ډاډه غږ وايي چې یادې ښوونیزې دورې یې ژوند بدل کړی او اوس به د یوې هټۍ په جوړېدو وکولای شي د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې اساسي رول ولري.
هغه هم د یادو ښوونیزو پروګرامونو د پراخېدو غوښتنه کوي څو راستانه شوو ځوانانو ته د زده کړې او کار زمینه برابره شي او د کار د نشتون له امله د ځوانانو له مهاجرت څخه هم مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP