Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

پل‌علم (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.

د لوګرد امر بالمعروف ریاست ویاند مولوي اکرام‌الله عزیز پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه دښمني شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د یو شمېر ستونزو له امله رامنځته شوې وه چې د یوه کس د قتل ترڅنګ دواړه کورنیو خپلې واده کړې لوڼې په دې موده کې په خپلو کورونو کې کېنولې وې خو اوس دغه دښمني زموږ په هڅو پر دوستۍ بدله شوه.

هغه دغه راز زیاته کړه، دغه دښمنۍ په مرکز پل‌علم کې د ستانکزیو قوم اړوند د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه چې بالاخره یوه او بل ته یې بښنه وکړه.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د لوګر د امربالمعرف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو او قومونو او قبایلو چارو ریاستونو له لوري ورته یو شمېر لوېې او وړې دښمنۍ هوارې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.