پاراخ (پژواک، ۲۴ سرطان ۱۴۰۴): په ۴۲مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۲۳۵ قیراطه زمرد د ۱۷۷ زره او ۳۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت له څلورو کانونو ۲۲۳۵ قیراطه استخراج شوي زمرد د ۱۷۷ زره او ۳۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشیر والي حافظ محمداغا حکیم په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او کاني سیمو د پراختیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په پنجشېر کې د کانونو د تخنیکي او معیاري استخراج لپاره به هڅو ته دوام ورکوي.
د پنجشېر د سیمهییزو مسوولینو په خبره، دا مهال د دغه ولایت په حصهاول، پریان او اعنابه ولسوالیو کې د زمردو له ۵۹۰ او د یاقوتو له ۲ کانونه د استخراج چارې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP