Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ۲۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني د پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۷۱ ښوونځیو له ډلې شاوخوا ۲۵۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې د ونو او دیوالونو سیورو ته زده‌کړې کوي.

د غزني د پوهنې ريیس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک خبري اژانس وویل چې یاد ښوونځي د دغه ولايت په مرکز او نږدې ټولو ۱۸ ولسوالیو کې موقعيت لري او ځیني د پخوانیو جګړو له امله زیانمن شوي خو بېرته نه دي رغول شوي.

هغه زیاته کړه، دغه ۲۵۰ ښوونځي چې ودانۍ نه ‌لري، شاوخوا ۱۵۰ زره زده‌کوونکي یې له تېرو څو کلونو راهیسې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په خبره: «د یادو ښوونځیو له جملې ۲۸ د غزني په مرکز، ۲۰ په ناوه، ۱۲ په ګیرو، ۸ په خوګیاڼو، ۸ په جاغوريو، ۱۱ په واغظ، ۹ مقر، ۹ په اندړو، ۱۸ په ګیلان، ۶ په زنخان، ۸ په اجرستان، ۸ په رشیدان، ۱۵ په ده یک، ۱۴ په جغتو، ۱۲ په ناور، ۱۴ په اب‌بند، ۸ په خواجه‌عمري، ۱۷ په مالستان او ۲۵ په قره‌باغ ولسوالیو کې دي چې ټول ۲۵۰ ښوونځي کېږي.»

حسیني وویل چې دغه ستونزه یې له مرکز او د نړۍوالو ادارو له استازو سره شریکه کړې چې سږ کال ۲۵ لومړني ښوونځي د ۲۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ رغول شوي او هیله ده نورو ته هم پام وشي.

د ګیلان ولسوالۍ د شینکې سیمې یوه اوسېدونکي امین‌الله پژواک ته وویل، دلته په ټوله ولسوالۍ کې ۲۶ ښوونځي دي چې له ډلې یې اته ودانۍ لري او پاتې ۱۸ نور یې ودانۍ نه لري.

هغه زیاته کړه، د ښوونځيو ودانیو نه موجودیت له کبله زده‌کوونکي لویې ستونزې ګالي؛ د باد او باران په ورځو کې ښوونځي رخصت وي او د ګرمۍ په وخت یې ماشومان کله د یوه او کله د بل دېواله سیوريو ته ناست وي او زده‌کړې کوي.

ورته مهال، د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د ادم‌خېلو سیمې یوه اوسېدونکي سليمان‌ګل وایي چې دغه ولسوالي ټول ۱۲۰ کلي لري او یوازې اته ښوونځي په کې فعال دي.

هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې دوه لومړني، دوه منځني ښوونځي او څلور لېسې دي او په ټوله ولسوالي کې یوازي دوه ښوونځي د حسین‌خېلو د هلکانو او خدیجه‌الکبرا د نجونو ښوونځي نیمګړي ودانۍ لري او پاتې نورو سیمو کې لا هم زرګونه زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې په سختو او نامناسبو شرایطو کې زده‌کړې کوي.

دغه راز، د یادې ولسوالۍ د تنګي سیمې د قاضي سلطان‌محمد ښوونځي یوه زده‌کوونکي بریالي پژواک ته وویل: «زموږ په رشیدانو ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري چې یو هم زموږ ښوونځی دی؛ کله چې باران یا شدید باد وي، نو په هماغه ورځ ښوونځی رخصت وي، دې ستونزې مو پر زده‌کړو خورا ناوړه اغېز کړی دی.»

هغه د دې ترڅنګ چې د ښوونکو او درسي توکو له کمښته شکایت کوي، وايي، په ستونزمنو شرايطو کې تر شنه اسمان لاندې په ګرمیو، یخ، باد او باران کې زده‌کړې کوي او دغه وضعيت له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي له حکومته وغوښتل څو هغو ښوونځيو ته چې ودانۍ نه لري یا د درسي توکو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي، پاملرنه ورته وکړي، څو په دې توګه په زده‌کړو بوخت او له زده‌کړو محروم ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د پوهنتون یوه استاد مسعود پشتون وایي چې په پوهنیز بهیر کې نیمګړتیاوې پر زده‌کړو منفي اغېز کوي.

هغه وویل: «ګډوډ پوهنیز سیسټم چې کله درس وي کله نه، د باد او باران په ورځو کې ښوونځي رخصت وي، د ګرمۍ په وخت کې ماشومان کله د یوه او کله د بل دېوال سیوريو ته په خاورو سپېره ناست وي، دا د توجیه وړ نه ده.»

د یادوني ده، په غزني کې ټول ۷۷۱ ښوونځي دي چې له ډلې یې ۷۱ د نجونو او پاتې نور د هلکانو دي.

د مسوولینو د معلوماتو پر اساس، په دغو ښوونځیو کې شاوخوا څلور سوه او پنځوس زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.