Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې داخلي بې‌ځایه شوو او راستنو شوو کډوالو ته لسګونه کورونه جوړ شول

ایبک (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): په سمنګان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو او راستنو شوو کډوالو ته د څه باندې ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سمنګان د کډوالو چارو رییس قاري محمدخالد خاکسار وايي چې دغه پروژه د کډالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په همکارۍ او د کډوالو چارو او اقتصاد ریاستونو او د ولایت مقام تر څارنې لاندې د «ACHRO» موسسې له لوري پلې او له یوه کال په کمه موده کې بشپړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په ټوله کې ۱۲۰ کورونه په د ایبک ښار او دره‌صوف پایین ولسوالۍ په مربوطاتو کې جوړ شوي چې هر کور دوه خونې، یو دلېز او یو تشناب لري او په معیاري ډول جوړ شوي دي.

په همدې حال کې، یو شمېر کورنۍ چې سرپناوې ورته سپارل شوې، خوښي څرګندوي، خو له مسوولینو د برېښنا، روغتیايي کلینیکونو او معیاري سړکونو جوړولو برخو کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.