پلعلم (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۱۳ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست د څارنې او پلټنې امریت کارکوونکو د مرکز پلعلم ښار د بابوس او هوني سفلی ساحو له ۱۶ درملتونونو څارنه کړې چې له ډلې یې ۱۳ درملتونونه د غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
هغه دغه راز زیاته کړه، دغو درملتونونو د عامې روغتیا وزارت له روغتیايي قوانینو سره سم فعالیت نه درلود او ان په ځینو درملتونونو کې بېکیفیته درمل هم موندل شوي دي.
لودین وایي، د څارنې او پلټنې امریت له لوري څارنه په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې دوام لري او د روغتونونو او درملتونونو له مسوولینو یې غوښتنه کړې چې د عامې روغتیا وزارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په مرکز پلعلم، برهکي برک او خروار ولسوالیو کې لسګونه غیرقانوني روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP