Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه لار د زمري له لومړۍ نېټې د ټولو باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت خبر ورکوي چې د سالنګ لویه لار د زمري له لومړۍ نېټې د ټولو باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي او پر بدیله فرعي لار یوازې مسافروړونکي موټر تګ راتګ کولای شي.

د ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو بيارغونې چارې روانې دي، د کار د چټکتیا او غوره ترسره کېدو په موخه یاده لار د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې د ټېلري موټرو په ګډون د ټولو لویو باروړونکو وسایطو پر مخ تړل کېږي، یوازې کوچني باروړونکو موټرو ته د جنوبي سالنګ له بدیل مسیره د تګ راتګ اجازه شته.

د خبرپاڼې له مخې، ټول کوچني او د ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ په ګډون لوی مسافروړونکي وسایط کولای شي په ۲۴ساعته ډول پر فرعي مسیر تګ راتګ وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د وسایطو د تګ راتګ په موخه د دوشي – بامیان د ښکاري درې سړک د ترمیم او هوارکارۍ قرارداد له خصوصي سکټور سره کړی او چارې یې عملاً جریان لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.