Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن په کابل کې د ټرانس – افغان پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو هوکړه‌لیک لاسلیکېږي

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن به په کابل کې د اوزبېکستان، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزیران دوه او درې اړخیزې غونډې وکړي او د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د «ټرانس - افغان» لویې پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

د افغان - ټرانس وسپنې پټلۍ پروژه له اوزبېکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کېږي. د راپورونو له مخې، دغه پټلۍ ۷۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو لګښت یې پنځه میلیارده ډالر اټکل شوی او لومړنۍ ساحوي سروې یې د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې بشپړه شوې ده.

د افغاستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې نن د غرمې ۱۲ بجې د اوزبېکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ لوړپوړي پلاوي کابل ته رارسېږي او دلته به په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.

سرچینه زیاتوي، د بهرنیو چارو وزیرانو په یادو پلاوو کې د اوزبېکستان د ترانسپورټ وزیر او د پاکستان د رېل‌پټلۍ وزیران هم شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي چې یاد لوړپوړي پلاوي به لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په کوربه‌توب د سیاسي مشاورت درې اړخیزه ناسته ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي: «په دې ناسته کې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي تفاهم، ډیالوګ او د ستونزو د حل لپاره پر اساسي مسایلو خبرې کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت له خوا د سیاسي مشاورت، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات په اړه خپل نظر وړاندې کړي.»

سرچینه زیاتوي، وروسته به په ارګ کې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د ټرانس - افغان لویې پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.

په اعلامیه کې راغلي، دا پروژه به د افغانستان له خوا د ټولګټو وزیر، د اوزبېکستان له خوا د ترانسپورټ وزیر او د پاکستان له خوا د رېل‌پټلۍ وزیر لاسلیک کړي.

سرچینه لیکي، د یادې پروژې له لاسلیک وروسته به راغلي پلاوي د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو مشرانو سره دوه اړخیزې ناستې ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.