Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی نن د رېل‌پټلۍ د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک لاسلیکولو په موخه کابل ته راځي

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ټرانس – افغان پروژې(UAP)  د امکان‌سنجۍ مطالعاتو هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه کابل ته راځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال سناتور محمداسحاق ډار او د بهرنیو چارو وزیر نن (د چنګاښ ۲۵مه) په یو ورځني سفر کابل ته راځي څو د ازبکستان – افغانستان – پاکستان (UAP) د رېل‌پټلۍ د امکان‌سنجۍ مطالعاتو هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

سرچینه کاږي، محمداسحاق ډار په دغه سفر کې د یوه لوړپوړي پلاوي مشري کوي چې په‌کې د پاکستان د رېل‌پټلۍ وزیر، د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی او دغه‌راز د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت سکرټر شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د رېل‌پټلۍ د یادې پروژې موخه دا ده چې یو داسې رېلي کرښه رامنځته کړي چې د افغانستان له لارې اوزبېکستان له پاکستان سره ونښلوي او ټاکل شوې چې دا پروژه د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د پاکستان بندرونو ته لاسرسی اسانه کړي.

سرچینه زیاتوي، تمه ده چې یاده پروژه سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ ته د زمینې برابرولو له لارې د سیمې ثبات، ودې او پراختیا برخه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سفر د دې پروژې لپاره د پاکستان د ځانګړې پاملرنې څرګندونه کوي او د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ په کابل کې د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک لاسلیک به د دې پروژې د عملي کولو پر لور یو مهم ګام وي.

خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د دغه سفر په جریان کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر له ريیس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند او د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم وګوري او د دوه‌اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه د سیمې او نړۍ پر وروستیو حالاتو خبرې اترې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.