میمنه (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴): فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې نږدې زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د فاریاب د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي علاوالدین حقسرپرست پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پروژه چې د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په دره جوز سیمه کې پلې کېږي، څه باندې اووه میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه زیاته کړه، یاده پروژه به د راتلونکو څلور میاشتو په موده کې پلې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
حقپرست وايي: «یاده پروژه چې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د اکشن اید موسسې په مالي مرسته پلې کیږي، د یوې څاه کېندل، د ۴۴۴۳ مترمکعب په ظرفیت د اوبو یوې ذخیرې جوړول او د ۳۰ کیلومتر په اوږدوالي کور په کور نلکشي په کې شامل دي.»
نوموړي څرګنده کړه چې د یادې پروژې په بشپړېدو به ۹۷۱ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
یو ځايي اوسېدونکی محمدشریف د اوبو رسولو یادې شبکې د چارو له پیلېدو هرکلی وکړ او هیلهمندي یې وښوده چې په بشپړېدو سره به یې د هغوی د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه په اساسي ډول حل شي.
ورته مهال، یو بل ځايي اوسېدونکی عبدالواحد هم د یادې پروژې د چارو له بشپړېدو خوښ دی او هیلهمندي یې وښوده چې دغه پروژه په ټاکل شوي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP