کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د نسايي ولادي برخې یو شمېر متخصصې وايي، پر زېږون له عملیات وروسته بیا ژر حمل اخیستل د مور او نوي زېږېدلي ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کولای شي؛ هغوی سپارښتنه کوي چې میندې باید له دغه عملیات وروسته د بیا زېږون لپاره درې کاله وقفه په پام کې ولري څو د احتمالي ناوړه پایلو مخه ونیول شي.
پر زېږون عملیات او د ترسره کېدو شرایط یې
د کابل ملالۍ روغتون کې د نسايي ولادي برخې ټرینر متخصصه حفیظې سجاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سزارین یا (د عملیات له لارې زېږون) هغه مهال ترسره کېږي چې په طبیعي یا خوندي توګه د زېږون امکان نه وي.
نوموړې دغهراز زیاته کړه، کله چې مور لوړ فشار ولري، شکر ولري، ماشوم غټ، په پښو یا په څنګ وي یا مور شدیده وینه بهېدنه ولري، په داسې شرایطو کې د زېږون لپاره د جراحۍ عملیات ترسره کېږي.
ولې پر زېږون له عملیات وروسته د بیا ولادت لپاره وقفه مهمه ده؟
هغه د یادو زېږونونو ترمنځ د وقفې رامنځته کولو په اړه وايي، هغه میندې چې د عملیات له لارې خپل ماشوم نړۍ ته راوړي، مهمه ده چې د بیا زېږون لپاره شاوخوا درې کاله وقفه په پام کې ولري.
د هغې په وینا، یاده وقفه د دې لامل ګرځي چې د عملیات بخۍ په بشپړه توګه ښې شي، د مور د وینې کمښت او د بدن د کمزورۍ ستونزې حل او د وجود دفاعي سیسټم پياوړی شي، دغهراز راتلونکي کې د میندوارۍ مهال خطرونه کم وي.
نوموړې د زېږونونو ترمنځ د وقفې رعایت ارزښت ته په اشاره ټولو میندو ته وویل چې که کومه مور له زېږون سمدستي وروسته بیا میندواره شي، د ویني او کلسیم کمښت او ان د کمزوري ماشوم له زېږېدو سره به مخ شي.
هغې دغهراز زیاته کړه: «لومړنی خطر چې میندې له عملیات وروسته د ژر حمل اخیستو له امله ورسره مخ کېږي، د رحم د پخوانیو بخیو خلاصېدل دي؛ که مور ته درد پیدا شي او ونه شي کولای ژر تر ژره ځان روغتیايي مرکز یا روغتون ته ورسوي، ښايي د تېرې جراحۍ بخۍ یې خلاصې شي، په داسې شرایطو کې که مور د لسو دقیقو په موده کې د جراحۍ خدمتونو ته لاسرسی ونه مومي، دغه وضعیت کولای شي د دواړو، مور او نوي زېږېدلي ماشوم ژوند ته خطر پېښ کړي او ان ښايي د هغوی د مرګ لامل وګرځي.»
داکټر حفیظه وايي، که کومه مور وقفه مراعات نه کړي او ژر میندواره شوه، باید تر اوومې میاشتې هره میاشت ډاکټرې ته مراجعه وکړي خو په اتمه او نهمه میاشتو کې باید هره اونۍ یو ځل ډاکټرې ته مراجعه وکړي.
هغې وویل چې که میندې د میندوارۍ د وخت مراقبتونه په پام کې ونه نیسي او ډاکټر ته مراجعه ونهکړي، ښايي له وخت مخکې او کموزنه ماشوم نړۍ ته راوړي.
دغهراز، په کابل ښار کې د نسايي ولادي یوه بله متخصصه ډاکټر نوریې رووفي ابراهیمخېل وویل، د هر زېږون ترمنځ دوه کاله وقفه د میندو لپاره اړینه ده خو هغه ميندې چې عملیات کېږي، د هغو لپاره وقفه ډېره اړینه وي او باید دا ډول ميندې د زېږون لپاره له دوو کلونو ډېره وقفه وکړي.
هغې د وقفې نه رعایتولو خطرونو ته په اشاره وویل: «دې ډول حالت کې مور له وخت مخکې زېږون، د رحم شکېدو، له زېږون وروسته وینې بهېدنې، دوامداره ستړیا او د محافظتي سیسټم له کمزورتیا سره مخ کېږي او د جنین د سقط او د وزن کموالي لامل هم کېدای شي.»
نوموړې سپارښتنه کوي چې ميندې باید خپلې تغذیې ته پاملرنه وکړي او د میندوارۍ پر مهال د ډاکټر تر مراقبت لاندې وي.
د هغو ميندو تجربې چې په زېږونونو کې یې فاصله نه ده رعایت کړې
د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوې اوسېدونکې مرسل ګوهري وویل، یو کال مخکې یې د عملیات له لارې لومړی ماشوم زېږولی دی.
هغې زیاته کړه: «په همدې ورځو کې مې لور یو کلنه کېږي، دوه میاشتې کېږي چې بیا میندواره یم.»
مرسل چې د نس له درد او کمزورۍ یې شکایت درلود وویل: «ځکه مې بیا حمل واخیست چې دواړه ماشومان یوځای لوی شي خو زه هيڅ د دغه کار له خطرونو خبره نه وم.»
هغه چې د خپل معالج ډاکټر تر درملنې او څارنې لاندې ده وايي، د وینې له شدید کمښت سره مخ ده.
ورته مهال، د کابل ښار د پنجصد فامیلۍ سیمې د ۲۲ کلنې مروې عفت هم اته میاشتې مخکې د عملیات له لارې لومړی ماشوم وزېږېد او اوس درې میاشتې کېږي چې بیا میندواره ده.
اوسمهال د هغې روغتیايي وضعیت ښه نه دی او د خپل معالج ډاکټر تر مراقبت لاندې ده. هغې زیاته کړه، ډاکټر ورته سپارښتنه کړې چې ډېر وزن پورته نه کړي او ځان تقویه کړي.
مروې د وقفې نه رعایتولو په اړه وویل: «د خطرونو په اړه خو یې نه پوهېدم خو یوې خپلوانې مې راته وویل چې که ژر حمل واخلې، زوی به وزېږوې.»
د زېږونونو ترمنځ د وقفې رعایتولو بریالۍ تجربه
د اناهیتا په نوم یوه مور چې دوه کاله مخکې یې لومړی ماشوم د عملیات له لارې زېږېدلی وايي، د ډاکټرانو سپارښتنې مني او تر هغو چې یې دا ماشوم درې کلن شوی نه وي، بل حمل نه اخلي.
هغې چې نورو ميندو ته یې سپارښتنه کوله چې د زېږونونو تر منځ هرومرو دوه کاله وقفه رعایت کړي زیاته کړه، اوس ښه روغتیايي وضعیت لري او ورځ تر بلې ځان لا روغ او سالم احساسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP