Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېتانیا کې د اطلاعاتو افشا کېدل؛ فطرت: هيڅوک د خپلو تېرو کړنو له امله نیول شوی یا وژل شوی نه دی

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند په برېتانیا کې د اطلاعاتو افشا کېدو غبرګون کې وایي، د بښنې عمومي فرمان ټولو ته خوندیتوب ورکوي او تر اوسه هيڅوک د خپلو تېرو کړنو له امله نیول شوی یا وژل شوی نه دی او نه تر تعقیب لاندې دی.

وروستیو کې یو شمېر برېتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد دفاع وزارت د خپلو ځینو پخوانیو افغان همکارانو معلومات افشا کړي، په افشا شوو معلوماتو کې د شاوخوا ۱۹ زره هغو افغانانو اسناد لیدل کېږي چې پخوا یې له برېتانوي ځواکونو سره همکاري کړې ده. دغه‌راز د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ادعا شوې چې له دې افشا وروسته په افغانستان کې د یادو کسانو پلټنه او تعقیب زور اخیستی دی.

خو د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (پنج‌شنبه) د یادو راپورونو په غبرګون کې په یوه خبرپاڼه کې وايي، د کسانو د نوملړ له افشا وروسته د هغوی د تعقیب راپورونه ناسم او بې‌اساسه دي. د هغه په وینا، دا ډول اوازې یوازې د یادو کسانو وېرولو او د هغوی د کورنیو اندېښمنولو لپاره خپرېږي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشر ټولو ته عمومي عفوه اعلان کړې او همدغه فرمان ټولو ته خوندیتوب ورکړی، «هيڅوک د خپلو پخوانیو کړنو له امله نیول شوی یا وژل شوی نه دی او نه تر تعقیب لاندې دی.»

نوموړي څرګنده کړې: «د نوملړ له افشا وروسته د دغو کسانو د څارنې راپورونه غلط او ناسم دي. استخبارات هيڅ اړتیا نه لري هغه کسان چې مخکې ورته عفوه شوې وڅاري. د یادو کسانو ټول اړوند اسناد او معلومات په دفاع او کورنیو چارو وزارتو او استخباراتو کې موجود دي. موږ د هغو اسنادو استفادې ته اړتیا نه لرو چې د برېتانیا له لوري افشا شوي دي.»

فطرت زیاته کړې: «د اسلامي امارت له لوري له هيچا سره انتقامي چلند نه کېږي او هيڅوک دا حق نه لري چې بل څوک وڅاري او یا یې وځوروي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.