Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: کابل کې د اوبو کمښت له ناورین سره مبارزه پراخې پانګونې او پیاوړې همکارۍ ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یواېن – هبیتات) په کابل کې د اوبو د کمښت ناورین په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي چې دې ستونزې ته رسېدنه پراخې پانګونې، هراړخیزې همکارۍ او د عامه پوهاوي لوړېدو  ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat)  پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې کابل د اوبو له بې‌ساري کمښت سره مخ دی.

یاد بنسټ زیاته کړې چې د اوبو کچه د پام وړ ټیټه شوې او د کابل د شپږ میلیونه اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

په پيغام کې لیکل شوي: «له یاد ناورین سره مبارزه په لویه کچه پانګونې، قوي همکاري او د اوبو د کارولو او مدیریت په اړه د عامه پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې اوبه تر ۹۰ سلنه کمې شوې او په مرکزي ولایتونو کې هم وچکالي ده او د ځمکو لاندې اوبه هم نسبتاً ښکته تللې دي.

د هغه په وینا، په ځانګړې توګه په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو وضعیت تقریباً بحراني دی او د دغه ښار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د دغو ستونزو د حل لپاره لنډمهال او اوږدمهال پروګرامونه جوړ او ځیني فعالیتونه یې ترسره کړي دي.

بلخوا، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچې له پام وړ ټیټېدو سره د چاپېریال‌ساتنې برخې پوهان وايي چې په کابل کې د اوبو شته سرچینې د دغه ښار اوسني نفوس ته بسنه نه کوي او د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره دې د پنجشېر له فرعې حوزې استفاده وشي؛ له همدې امله له پنجشېره د اوبو رالېږدولو پروژه باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.