غزنيښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د آب بند ولسوالۍ اړوند د تودې چېنې په سیمه کې د یوه لوکسل ډوله او باروړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.
هغه وویل چې په لوکسل موټر کې سپاره کسان د هلمند ولايت اصلي اوسیدونکي وو او له څخه د هلمند په لور روان وو چې څلورو واړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP