Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

المان ۸۱ افغان پناه‌غوښتونکي په یوه الوتنه کې کابل ته راولېږل

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د المان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناه‌‌غوښتونکي‌ یې له دغه هېواده ایستلي او کابل ته‌ یې لېږلي دي؛ بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او په دې برخه کې یې د قطر له دولته د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

د المان رسنیو راپور ورکړی، د دغه هېواد حکومت د جمعې په ورځ تایید کړه، یوې الوتکې چې اخراجي افغان پناه‌غوښتني په‌کې وو، له المانه کابل ته الوتنه وکړه.

د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نن (جمعه، د جولای ۲۸مه) یوه الوتکه چې ۸۱ ايستل شوي افغان پناه‌غوښتونکي په‌کې سپاره وو، د دغه هېواد د لایپزیګ له هوايي ډګره الوتنه کړې ده.

د دویچه‌وله په راپور کې د سرچینو له قوله ویل شوي چې په دې الوتنه کې هغه پناه‌‌غوښتونکي سپاره وو چې جرمونه‌ یې ترسره کړي وو او دا الوتنه د قطر حکومت په همکارۍ تنظیم شوې ده.

ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت او المان ترمنځ له خبرو اترو وروسته د هغو ۸۱ افغانانو د بېرته راستنېدو اسناد چې له المانه راایستل شوي، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له خوا له اصولي پړاوونو وروسته چمتو شوي او ټاکل شوې نن کابل ته راورسېږي.

هغه وایي، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د قطر دولت له اغېزناک رول او ښې همکارۍ مننه کوي او ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې به خبرې اترې دوام ومومي څو د ټولو افغانانو لپاره شفاف او معیاري قونسلي خدمتونه تضمین شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.