Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د سمتي سروزرو کان د کیندنې چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د سمتي سرزرو کان د لومړي بلاک کیندنې او پروسس چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د تخار د چاه آب ولسوالۍ د سمتي سروزرو کان د لومړي بلاک د کیندنې او پروسس چارې د دغه وزارت د سرپرست ملا هدایت‌الله بدري، د تخار ولایت امنیه قوماندان، سیمه‌ییزو مسوولینو، د چینا – افغانستان شرکت د استازو او رسنیو په حضور کې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې ویلي چې د دغه کان د کیندنې چارو په پیل سره به ډېرو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي، د کار برخه کې به لومړیتوب د سیمې د خلکو وي او دغه راز ټینګار یې کړی چې کاني توکي په کور دننه پروسس شي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د تخار امنیه قوماندان په ټول هېواد کې شته امنیت د لویو پروژو پلې کېدو لپاره د باور وړ بللی او د کانونو قراردادي شرکتونو ته یې د امنیت د ټينګښت او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

ورته مهال، د قراردادي شرکت یوه استازي ویلي: «موږ ټولو هغو برخو ته ژمن یو چې په تړون کې د پلې کېدو په اړه راغلي دي.»

هغه دغه راز زیاته کړې، د دې ترڅنګ چې د سیمې خلک به په کار وګوماري، ټولنیز خدمات به هم ورته وړاندې کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خپل سفر په لړ کې د ماوراء کوکچه د ځینو ولسوالیو له قومي مشرانو او سپین‌ږیرو سره په کتنه کې د کانونو له عوایدو د یو شمېر سړکونو او پلونو جوړولو ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.