Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د درې ارخیزې ناستې ګډونوال: د سیمې له بالقوه ظرفیته دې پوره استفاده وشي

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د سیاسي سلا مشورو درې اړخیزه ناسته کې چې په کابل کې ترسره شوه، د دغو هېوادو ترمنځ د قوي اړیکو پر رامنځته کېدو، سیمه‌ییز ثباب، اقتصادي نښلونې او د ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کابل کې د سیاسي سلا مشورو درې اړخیزه غونډه وکړه.

سرچینه کاږي چې دغه غونډه د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې له لاسلیک مخکې ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې درېیو واړو هېوادونو په دې غونډه کې د قوي اړیکو ترڅنګ پر سیمه‌ییز ثباب، اقتصادي نښلون او د ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ؛ ګډونوالو ویلي چې د دوامداره همکاریو له لارې دې د سیمې له بالقوه ظرفیته پوره استفاده وشي، څو د سیمې د ملتونو د دایمي هوساینې لامل شي.

په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د ټرانس افغان پروژه نه یوازې سیمه‌ییز اتصال پیاوړی کوي، بلکې د درېیو واړو هېوادونو ګډې ګټې تأمینوي.

هغه ټینګار کړی چې دغه پروژه ګډې ګټې، ګډ مسوولیتونه رامنځته کوي او دا مسوولیتونه یوازې د صادقانه، دوامداره او ګډ کار له لارې ترسره کېدای شي.

سرچینه وایي چې د اوزبېکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یاده درې ارخیزه غونډه کې څرګنده کړې چې حکومتونه یې په افغانستان کې د تلپاتي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سمیه‌ییز اتصال د پروژو بشپړ ملاتړ کوي او غواړي چې افغانستان د سیمو د نښلوونکي هېواد محوري رول ولوبوي.

دغه راز، اوزبېکستان او پاکستان لورو یادونه کړې چې په افغانستان کې راغلی امنیت او ثبات کولای شي د دغه هېواد او سیمې ګډې ګټې خوندي کړي.

د دې درې ارخیزې ناستې په پای د درې اړخیزو سیاسي سلا مشورو پر دوام ټینګار وشو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان، پاکستان او اوزبېکستان ترمنځ د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.