Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعیدوف: افغانستان باید د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د زیربناوو، ترانزیټ، انرژۍ او زده‌کړو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او باور لري چې دغه هېواد باید د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي.

د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ډېر خوشحاله یم چې د سرپرست حکومت له رییس‌الوزراء سره مې لیدنه وکړه او له خپل ګاونډي ورور هېواد سره مو د اړیکو پراختیا برخه کې د اوزبېکستان پر پیاوړې ژمنې بیا ټینګار وکړ.»

د هغه په خبره، په یاده لیدنه کې د سوداګریزې پراختیا، بشري مرستو او سیمه‌ییزو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وشوې چې له دغو کارونو یو د ازبېکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ لپاره د «چوکاټي هوکړه‌لیک» لاسلیکول و چې د سیمه‌ییز یووالي برخه کې یو حیاتي ګام ګڼل کېږي.

نوموړی وايي، د اوزبېکستان حکومت چمتو دی چې د زیربناوو، ترانزیټ، انرژۍ او زده‌کړو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او باور لري چې افغانستان باید د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ پر یوه ارتباطي پل بدل شي.

دغه‌راز، د یاد اوزبېک چارواکي په وینا، د دغه هېواد د پلاوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ترمنځ د سیاسي سلا مشورو لومړی پړاو په کابل کې ترسره شو او دواړو خواوو د سیمه‌ییز اتصال پیاوړتیا، د اوبیزو سرچینو مدیریت، د اقتصادي همکاریو پراختیا، د زده‌کړو برخه کې ملاتړ او کلتوري بیارغونې برخه کې پر ګډو ژمنتیاوو ټینګار کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې اوزبېکستان به د سیمه‌ییزو همکاریو په پروسو کې د افغانستان د ادغام لپاره په سیمه‌ییزو او نړۍوالو کچو خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د هغوی په باور، دا داسې اقدام دی چې په سیمه کې به پایدارې سولې، ثبات او ګډ پرمختګ ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان او اوزبېکستان درې اړخیزې ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته راغی. یاد پلاوي په درې اړخیزو ناستو کې د ګډون او افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو لیدنو سربېره د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ پروژې امکان‌سنجۍ مطالعاتو هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.