Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ سبا په کابل کې پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴): ټاکل شوې د پنځو لوبډلو په ګډون د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ سبا په کابل کې پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات وایي چې د پنځو لوبډلو په ګډون د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ سبا په کابل کې پیلېږي.

هغه زیاته کړې، په دغو سیالیو کې د هېواد له ټولو زونونو پنځه (سپین‌غر، آمو، بند امیر، بست او مس عینک) لوبډلې برخه لري.

نوموړی وایي، د یادو سیالیو لومړۍ لوبه به سبا سهار د بست او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د سادات په خبره، د کرکټ ټول ملي لوبغاړي چې اوس مهال په بهرینو لیګونو کې پر لوبو بوخت دي، راځي او په دې سیالیو کې ګډون کوي.

په دغو سیالیو کې راشدخان د سپین‌غر لوبډلې لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ د بست لوبډلې لوبډلمشر، حشمت‌الله شهیدي د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز د  مس عینک لوبډلې لوبډلمشر او عظمت الله عمرزی د امو لوبډلې لوبډلمشر دي.

د یادونې ده، د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي تېر کال د امو لوبډلې ګټلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.